مېډرډ12جنوري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پاكستان حكومت د قدرتي٬ سماجي٬ كلتوري او ماحولياتي ورثې تحفظ باوري كولو سره تل پاتې پرمختګ له د سېلګرۍ ودې لپاره هڅې كوي۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ په مېډرډ كښې د يو اېن ورلډ ټورزم آرګنائزېشن عمومي سېكتر زوراب پولوليكا شوېلي سره په ملاقات كښې كړې چا چې د وفاقي وزير تود هركلے كړے۔ په دې موقع په سپېن كښې د پاكستان سفير شجاعت راټھور هم خارجه وزير سره ملګرے ٶ۔ خارجه وزير په دې موقع عمومي سېكتر “زوراب پولوليکا شويلي” ته راتلونكو څلورو كالو لپاره د عمومي سېكترئ په چوكۍ په بيا ټاكلے كېدو مباركي وركولو سره د سېلګرۍ ودې او د ورثې تحفظ په لړ كښې د يو اېن ډبليو ټي او د موثره كردار ستائنه وكړه ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د شګلنه ساحلي سيمو نه تر لوړو غرونو پاكستان كښې د سېګرۍ بلها ځايونه موجود دي او حكومت د وزيراعظم عمران خان وژن په رڼا كښې د سېلګرۍ ودې پحقله په لس كلنه روډ مېپ عمل كوي۔ خارجه وزير د يو اېن ورلډ ټورزم آرګنائزېشن عمومي سېكتر د ماحولياتي انحطاط مخنيوي او فطرت سره مينه لرونكو لپاره د سېل ځايونو محفوظولو لپاره، د وزيراعظم د 10 بليونه سوناميټري منصوبې د تفصيلات نه خبر كړو۔ په دې موقع د يو اېن ورلډ ټورزم آرګنائزېشن عمومي سېكتر ووئيل پاكستان داسې بلها ځايونه لري چې د سېلګرو د پام مركز وړ دي٬ په لويه كچه د كرونا وېکسينيشن نه پس د سېلګرو نقل او حرکت كښې بهتري راتلونكې ده۔ دغسې ده د سېلګرۍ ودې لپاره د پاكستان حكومت لخوا د پورته كړو اقداماتو ستائنه كولو سره د سېلګرۍ ودې لپاره د بشپړ معاونت باور وركړو
خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مېډرډ كښې د يو اېن ورلډ ټورزم آرګنائزېشن عمومي سېكتر سره وليدل
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا