اسلام آباد۔23فروری(اے پی پی) د وزيراعظم د نېشنل هېلت سروسز خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان د شورو په ورځ د پاكستان انسټي ټيوټ آف مېډيكل سائنسز(پمز) جنرل ايمرجنسۍ دوره كړې او رنځورانو ته د وركړے كېدونكو خذمات ئې جاج اخستے ۔د دورې په مهال هغه د پمز روغتون چارواكو څخه بريفنګ واخست او په انتظامات يې د خيالاتو څرګندونه وكړه ٬ په دې موقع هغه مېډيكل او پيرا مېډيكل سټاف ته خاص هدايات وركړل۔په دې هغه ته ووئيل شول رنځورانو ته مناسب آسانۍ وركړې كېږي٬هغوي هم د دې آسانيو څخه مطمئن دي۔ډاكټر فيصل سلطان د روغتون انتظاميې ته ووئيل رنځورانو ته ښې آسانۍ باوري كړئ ٬ په دې مهال پمز ايمرجنسي كښې رنځورانو لپاره طبي خذمات زياتولو لپاره اقدامات روان دي۔
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ