اسلام آباد 28جولائی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئېلي دي په آزاد كشمير كښې د مسلم ليګ(ن)ټول انتخابي كمپائن د كركې په بنياد ؤ خو كشميري اولس د(ن)ليګ سوچ رد كړے۔د شورو په ورځ د نجي ټي وي چينل په پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د آزاد كشمير په ټاكنو كښې پاكستان تحريك انصاف كلين سويپ كړے۔د اربن فلډنګ او د اوبو په اړه معاملو حكومت ډېر كار كړے۔د پاكستان تحريك انصاف حكومت لس لويې بندونه جوړوي چې پكښې ديامر بهاشا بند٬داسو بند او مومند بند شامل دي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاكستان رياست د حمد الله محب بائيكاټ كړے و٬د آزاد كشمير د ټاكنو نه يوه ورځ وړاندې نواز شريف د پاكستان په ضد بد زباني كونكي افغان صلاحكار محب سره ملاقات كړے او عكسونه يې په سوشل مېډيا جاري كړي او بيا يې د ملاقات دفاع هم كړې
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی