لندن 11 مئي (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)مشر محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د شورو په ورځ د ګوند د قيادت مهمه مشاورتي وړومبۍ غونډه وشوه۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې د غونډې تفصيلات په اړه ووئيل موجوده حكومت ته په ورثه كښې په ترلاسه شوې سنګين معاشي٬آئيني او انتظامي بحران محمد نواز شريف ته تفصيلي بريفنګ وركړے شوے او د موجوده معاشي حقائقو څخه محمد نواز شريف خبر كړے شوے۔غونډې ته ووئيل شول اولس د ګرانۍ نور بوج څخه بچ كولو لپاره د پېټرول بيعه زياته نه كړې شوه۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل د توان په څانګه كښې د پخواني حكومت راپېدا كړي سنګين بحران٬تېل او اېل اېن جي نه راغوښتلو تفصيلات هم په غونډه كښې بيان كړې شوي ۔په غونډه كښې د ګرانۍ٬لوډشېډنګ څخه اولس خلاصولو او رېليف وركولو په اړه په بېلو سفارشاتو غور شوے۔ دې ووئېل په غونډه كښې په حكومت كښې د راتللو نه پس تراوسه د اقدامات تفصيلي جاج اخستلے شوے۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل حكومتي ډلې د معاشي حقائقو په رڼا كښې د سباؤن اقدامات په اړه خپلې رائے وړاندې كړې۔دې ووئيل غونډې د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال هم تفصيلي غور وكړو۔غونډې د 3 اپرېل څخه تراوسه د آئين شكنۍ اقداماتو هم جاج اخستے او په دې اتفاق راغلے چې آئين شكن عناصر به آئين او قانون سره مخ كولې شي۔دې ووئيل آئين شكن عناصر په ضد د پريكړې كونكې كاروائۍ لپاره په بېلو تجاويز باندې مشاورت شوے ۔د مسلم ليك(ن)مشر محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د حتمي پريكړو لپاره به سبا بيا غونډه رابللې شي٬ دې ووئېل د سبا په په غونډه كښې به هېواد او اولس د بحران څخه ويستلو لپاره د حكمت عملۍ منظوري وركولې شي او هېواد به د معاشي او آئيني بحرانونو څخه ويستلو لپاره د حتمي پريكړو اعلان كولې شي۔دغسې د ټولو پريكړو اعلان به د اتحادي ګوندونو په ملاتړ او تائيد سره كولې شي۔
د مسلم ليګ(ن)مشر محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د ګوند د قيادت مهمه مشاورتي غونډه٬موجوده حكومت ته په ورثه كښې په ترلاسه شوي سنګين معاشي٬آئيني او انتظامي بحران محمد نواز شريف ته تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار