اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي)د بشري حقونو وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده وئېلي دي سيالكوټ كښې چرچ ګراؤنډ(سي ټي آئي ګراؤنډ)يو داسې ځاے دے چرته چې مسيحي ورورولۍ د خپل مذهب حقونه ادا كوي٬ د مسيحي ورورولۍ رضا مندۍ نه بغېر د يو سياسي ګوند په زبردستۍ د اولسي غونډې اقدام د غندنې وړ دے۔د خالي په ورځ په جاري يو بيان كښې ده ووئيل په سيالكوټ كښې د يو سياسي ګوند مشرتابه او د هغه د كاركنانو اقدامات د مسيحي ورورولۍ لخوا د احتجاج سبب جوړ شوے۔ده وئيل اقليتونو ته د رياستي قوانين له مخې د خپل عبادت ځايونو په اړه آزادي لري او د حكومت ذمه واري ده چې هغوي د مهذبي حقونو تحفظ وكړي٬ كوم ډلې يا ګوند ته به د اقليتونو جذبات ته د زيان رسولو اجازه ورنه كړې شي
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا