اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) ترکمانستان اولس مشر قربان ګل بردی محمدوف وئيلي دي چې په تاپی ګاز پروژه عملدرآمد روان دے، د اقتصادی مرستې تنظیم غړو هېوادونو ترمينځه تعمیری خبرو اترو له دا مهم فورم دے، ای سی او د غړو هېوادونو د پرمختګ لارې ټاكلې دي۔ ?? شورو په ورځ د اقتصادی مرستې تنظیم(ای سی او) د مشرانو 13مې غونډې ته خپل خطاب کښې د ترکمانستان اولس مشر ووئيل چې ای سی او په مهمو چارو او په خاص توګه س??ام??یا كښې شراکت دارۍ ته ??دې وركولو له ښه صلاحیت لري۔ ??ه د ای سی او غړو هېوادونو ترمينځه د توان په څانګه كښې د مرستې په حاجت زور راوړو ۔ ده ووئيل د ترکمانستان د توان پالیسی په ګڼ اړخيزه تګلاره ا??انه ده۔ ده ووئيل د تاپی ګاز پائپ لائن په پروژه كار پيل شوے او د ای سی او غړو هېوادونو شرکت سره به دې پروژې ته عملی شكل وركړې شي۔ ??ه ووئيل ای سی او غړو هېوادونو د سيمې د پرمختګ اړخ ټاكلې دے۔ د سيمې هېوادونو له د تجدید وړ توان ته پام لرنې ته ا??تيا ده۔ ده ووئيل ترکمانستان، پاکستان او په افغانستان مشتمل درې اړخيزه پروژې ترمخه فائبر آپټك په پروژه هم كار روان دے۔ ده ووئيل د اقتصادی راهداريو سره نړيوال امن ته وده وركړې كيدې شي۔ ?? ترکمانستان اولس مشر ووئيل افغانستان كښې امن د سيمې امن له ضروري دے ، افغانستان كښې امن د سيمې او پخپله د افغانستان په ګټه دے
په تاپی ګاز پروژه عملدرآمد روان دے، د اقتصادی مرستې تنظیم غړو هېوادونو ترمينځه تعمیری خبرو اترو له دا مهم فورم دے
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا