کراچۍ 27 مئي (اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د سندھ اعلٰې وزير مراد علي شاہ سره په ملاقت كښې پرېكړه شوې چې وفاق او صوبه به د ډاكوانو په ګډه لاره نيسي، كه وزيراعلي اوغواړي نو ټوله صوبه كښې رېنجرز تعينات كولے شي۔ وفاقي وزير دا خبرې كراچۍ كښې د خبري كنفرنس په مهال وكړې۔ ده ووئيل د وزيراعظم په امر كراچۍ ته راغلے يم او د سندھ دننه په ځينو سيمو كښې د ډاكوانو پحقله مراد علي شاه سره خبرې شوې، امن د صوبې او مركز شريكه مسئله ده او وفاق به صوبې ته هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ ده ووئيل زما د كراچۍ دورې مقصد وزيراعظم ته د موجوده صورتحال پحقله رپورټ وړاندې كول دي۔ ده ووئيل زما د سندھ ګورنر٬ اعلٰې وزير او د اړوندو ادارو پشمول د رېنجرز او پوليس مشرانو سره ملاقاتونه شوي۔ ده د ګورنر راج د نفاذ ترديد كولو سره ووئيل وفاق به د امن او امان بحالۍ لپاره د صوبائي واكدارانو بشپړه مرسته كوي ځكه چې امن او امان د اتلسم بلدلون له مخې صوبائي معامله ده۔ ده ووئيل پوخ امن د صوبې او وفاق مشتركه مقصد دے، رينجرز به په كچه سيمه كښې د ډاكوانو خاتمې لپاره د پوليس بشپړه مرسته كوي٬ د ډاكوانو په ضد به د ترهګرۍ٬ د خلقو د تخښتولو تاوان لپاره او د قتل و غارت مقدمې درج كولې سي۔ شېخ رشيد ووئيل په دغه سيمه كښې تېر عمليات د بشپړه مصنوبه بندۍ له مخې شوي۔ ده ووئيل زما د پي ټي آئي غړو او د سندھ ګورنر سره ملاقات شوے ۔ده ووئيل د ډاكوانو په ضد به د ترهګرۍ د دفعات له مخې مقدمې درج كولې شي۔ ده ووئيل رينجرز الرټ دي او رينجرز او پوليس له وسله وركولو له چمتو يو٬ د سندھ پوليس له چې كومه وسله پكار ده د ھغې وركولو له چمتو يو۔ شېخ رشيد احمد ووئيل د سندھ وزيراعلٰې وئيلي دي ډي آئي جيز او نور چارواكي بدل كړې شوي دغسې چې د ورانكارۍ په ښه ډول مخنيوے وكړے شي٬ ده ووئېل صوبائي واكداران د پوليس د معاملو كتنه كوي٬ په سندھ كښې د ګورنر راج خبرې بېخي ناسمې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده د باور څرګندولو سره ووئيل موجوده حكومت به خپله پنځه كلنه موده كښې د بشپړه كاركردګۍ څرګندونه كوي او عمران خان او پي ټي آئي به په راتلونكو ټاكنو كښې د بريا بشپړه هڅې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د نادرا د كرپټ چارواكو په ضد به كاروائي كولې شي
د سندھ وزيراعلٰې مراد علي شاہ سره په ملاقات كښې پرېكړه شوې چې وفاق او صوبه به د ډاكوانو په ګډه لاره نيسي، كه وزيراعلي اوغواړي ټوله صوبه كښې رېنجرز تعينات كولے شو۔ د داخله وزير شېخ رشيد احمد خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی