اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان كښې ملټي نيشنل كمپنيو او سمندر پوري پاكستانيانو له د خپلو كاروباري ادارو لپاره په خاص توګه د انفارمېشن ټيكنالوجي په څانګه كښې پراختيا وركولو له آسانيو وركولو لپاره يو اداره جاتي فريم ورك جوړولو ته اړتيا ده، پاكستان كښې غير ملكي سرمايه كاري راغب كولو لپاره د كمپنيو رجسټريشن او د سرمايې منتقل كول آسانولو سره كاروباري چاپيريال ښه كړئ ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې د امريكې سيليكون ويلي سره تعلق لرونكو پاكستانيانو ته ويډيو لنك د لارې غونډي ته وينا كښې وكړه۔په غونډه كښې د غير ملكي سرمايه كارو او پاكستانيانو ته په پاكستان كښې د كاروبار او سرمايه كارۍ په لړ كښې په پېښو ستونزو غور وكړے شو۔ سيليكون ويلي سره تعلق لرونكو پاكستانيانو د آئي ټي پوهانو ستونزې رامخې ته كړې چې پكښې د كمپنيو د رجسټريشن كړكيچنه تګلاره ، د بينك اكاؤنټس پرانستلو اوږد عمل او د ون ونډو آپريشن فقدان ښكاره ؤ كوم چې د غير ملكي كاروباريانو او سرمايه كارو هېواد ته د راتللو په لاره كښې لوئې خنډ دے۔ ده كاروباري ماحول ښه كولو له بيل اقدامات تجويز كړل دغسې چې پاكستان له په آئي ټي سيكټر كښې سرمايه كارۍ لپاره غوره مقام وركړے شي۔ سيكيورټيز اينډ ايكسچينج كميشن آف پاكستان (ايس اي سي پي) غونډي ته ووئيل د كمپنيو د رجسټريشن عمل آسان كړے شوے ٬ دې سره اېس اي سي پي كښې د كومې هم كمپنۍ رجسټر كولو له يواځي څلور ساعته وخت لګي۔ د سرمايه كارۍ بورډ سيكرټري ووئيل تجارتي او كاروباري شخړو حل كولو لپاره د هېواد 23 ضلعو كښې كمرشل كورټس جوړ كړې شوي۔ ګورنر اسټيټ بينك آف پاكستان (ايس بي پي) غونډي ته ووئيل اسټيټ بينك كاروباري ادارو او غير ملكي سرمايه كارو له ښه چاپيريال وركولو له هڅي كوي۔په غونډه كښې غير ملكي سرمايه كارو له د اسانيو وركولو لپاره په موجوده نوټريائزيشن تګلاره كښې بدلون او آسانولو په حاجت زور راوړے شو ۔ غونډي ته په خپله وينا كښې صدر ووئيل حكومت غير ملكي كاروبارونو او سرمايه كارو له ښه ماحول وركولو لپاره سنجيده اقدامات كوي۔ده ووئيل انفارمېشن اينډ كميونيكيشن ټيكنالوجي (آئي سي ټي) سيكټر قوي كړے كيږي ځكه چې په دې كښې د هېواد لپاره د تند رفتاره پرمختګ ګنجائش شته ۔ده د وګړو او كاروباري ادارو لپاره د سائبر اسپيس حفاظت باوري كولو او د سائبر خطرو مخنيوي لپاره د كوټلي تګلاري په جوړولو حاجت زور راوړو۔ د آئي ټي اينډ ټيلي كميونيكيشن وزير سيد امين الحق ، د آئي ټي سيكريټري سهيل راجپوت ، د خزاني سيكريټري يوسف خان ، د تجارت سيكريټري محمد صالح احمد فاروقي ، د بورډ آف انويسټمنټ سيكريټري فرينا مظهر ، د كورنيو چارو ايډيشنل سيكرټري مومن آغا ، د اېس اي سي پي رجسټرار مبشر سدوزئي او فيډرل بورډ آف ريونيو ممبر آئي آر قيصر اقبال هم په غونډه كښې ګډون كولو دغسې د اسټيټ بينك ګورنر رضا باقر ، امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان سره د غير ملكي او پاكستانيانو پشمول معظم چوهدري ،سليم احمد ،ضياء چشتي ،نجيب غوري ،نويد شيرواني ، علي فهد ، رقيب حسين ، ادريس كوټھاري ،صفوان شاه ، رياض صديقي ،احسن سهيل ، وحيد قريشي ،عامر خان ،احمد ايوب ، مامون حامد او فيصل سهيل د ويډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو
غير ملكي كاروباري ادارو او سمندر پوري پاكستانيانو له په كاروبار كښې آسانيو وركولو لپاره اداره جاتي فريم ورك جوړ كړئ ، مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے