اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د اقتصادي لارې كاميابۍ په لړ كښې به د منطقې د هېوادونو ترمېنځه آسانو رابطو له د ژبو نوو تجربو ته اړتيا وي كومو لپاره چې اردو ژبه ښه بنياد ??ے٬ په دې لړ كښې د پاكستان ??بپوهان او نمل پوهنتون دې خپل كردار ولوبوي۔ دا خبرې اولس مشر ممنون حسېن د نېسنل يونيورسټي آف ماډ??ن لېنګوېجز كانووكېشن ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل د سي پېك فعاليت نه پس پاكستان ته د غېر ملكي سوداګرو٬ صنعت كارو او د ژوند د هرې څانګې سر?? د تعلق لرونكو كسانو د تګ راتګ لړۍ بائد د ژبې مسئلې د رابطو په لاره كښې خنډ جوړ نه شي او د دې سوچ له مخې ايوان صدر خپل خرڅونه كم كړي او نمل له ئې د عطيې په توګه روپې وركړې٬ده ووئېل بائد ګوادر كښې د دې پوهتنون يو كېمپس جوړ كړې شي دغسې چې ځائي ځوانانو ته چينائي ژبه ور زده كړي شي۔ اولس مشر زده كوٶنكو ته ووئيل د انتها خوښې طرز عمل ځئ نه په اسلامي تعليماتو كښې شته او نه د پاكستان آئين د دې اجازه وركوي٬ اولس مشر ووئېل د حق دین او ګران هېواد دستور له مخې د اعتدال لاره پرېښودنكي په بشپړه توګه بې لارې او د بخښلو حق نه لري،ده ووئېل ریاست او ریاستي ادارې د دې ناخوښه هلو حَلو او د ذمه وارو مخنيوي له بشپړه كردار لوبوي ولې د هېواد د لوستو ډلو او په خاص توګه د ځوانانو دا وړومبۍ ذمه واري ده چې تاسو د ګمراه كوٶنكو بيانونو ترديد او په راست فكرۍ آډانه ځوابي بيانونو له ټول ترلاسه صلاحيتونه وكاروئ۔ ده ووئيل مونږ چې نن د سي پيك په شكل د كومو سېمه ايزو مواصلاتي رابطو د كوم انقلاب هيله لر د دغې باوري كولو له هم د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ مخنيوې ډېر ضروري دے ، اواس مشر ممنون حسېن ووئېل زه باور لرم چې زمونږ ځوانلن به په دې لړ كښې د قام د هيلو له مخې كار وكړي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل نمل دې د چين او مينځنۍ آسياء سر?? او تر ختيزې اروپا پوهتنونونو سر?? خپل تماس زيات كړي دغسې چې د ھغو هېوادونو تجربو څخه هم ګټه پورته كولو سر?? شريكو رابطو له آسانۍ پېدا كړې شي ۔ ده ووئيل زه په دې ډېر خوشحاله يم چې نمل په دې لړ كښې د سباٶن چېلنجونو مخنيوي له منصوبه بندي كوي۔ په دې موقع اولس مشر كاميابو زده كوٶنكو له سندونه وركړل۔ په دستوره كښې د لوړو زده كړو كمېسون چيئرمېن ډاكټر مختار احمد، جنرال(ر) ضیا الدین نجم ، د نمل رېكټر ، د تعليم پوهانو ٬ زده كوٶنكي او د ھغوي مور پلار ګډون وكړو۔
د اقتصادي لارې كاميابۍ په لړ كښې به د منطقې هېوادونو ترمېنځه آسانو رابطو له د ژبو نوو تجربو ته اړتيا وي
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا