پېنډي 02 جولائي (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د جمعې په ورځ د پنجاب رجمنټل سنټر(پي آرسي)دوره كړې۔د دورې په مهال د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه انسپكټر جنرل آرمز لېفټيننټ جنرل ماجد احسان ته د كرنل كمانډنټ پنجاب رجمنټ بيج ولګوو۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې د پنجاب رجمنټ موده ترسره كونكي كرنل كمانډنټ لېفټيننټ جنرل شاهد بيګ مرزا(ريټائرډ)حاضر سروس او رېټائرډ افسرانو او ځوانانو په لويه شمېره دستوره كښې ګډون كولو۔په دې موقع افسرانو او ځوانانو سره د خبرو په مهال آرمي چيف په آپرېشنز كښې د مثالي كاركردګۍ پشمول د ټولو پېشه وره چارو وظيفه ترسره كولو كښې د اعلٰی معيار په څرګندونه د پنجاب رجمنټ ستائنه وكړه۔ده ووئيل د سباؤن خطرو مخ نيوي لپاره د مجموعي كمپائن په توګه پاك پوځ د انفنټري څانګې لا ښه كولو له هر ممكنه هڅه كوي۔د دې څخه وړاندې پنجاب رجمنټ سنټر ته په رسېدو نوي او موده ترسره كوونكو كرنل كمانډنټس او د پنجاب رجمنټل سنټر كمانډنټ د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه هركلے وكړو۔په دې موقع د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر هم خپور كړو
د پاك پوځ سر لښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د پنجاب رجمنټل سنټر دوره وكړه
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری