د اسلام آباد په كلي والو سيمو كښې د ډينګي كېسونو كښې كمې رامخې ته كېدل پېل شوي دي۔ ډاكټر ظفر مرزا
اسلام آباد ۔ 6 اکتوبر (اے پی پی) روغتيا لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيال ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دي حكومت اولس ډينګي څخه بچ كولو له ټولې وسيلې كاروي۔ د اسلام آباد په كلي والو سيمو كښې د ډينګي كېسونو كښې كمې رامخې ته كېدل پېل شوي دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په خپله مشرۍ كښې شوې د ډينګي جائزه غونډه كښې وكړه۔ غونډه كښې د ډېنګي بدل شوي صورتحال جاج واخستې شو۔ ده ووئيل د راروان كال منصوبه بندۍ له به د اسلام آباد ماحولياتي نظام ښه كولو له تګلاره وضعه كول وي۔ ده ووئيل د ډېنګي په اړه د شعور بېدارورلو لامله خلك روغتونونو ته زيات راځي او څومره چې په 24 ساعتونو كښې راځي نزدې دومره شمېره ډسچارچ كېږي۔ د تشخیص شويو رنځورانو كورونو او چاپېرچل كښې سپرے كولې شي۔ ده ووئيل حكومت اولس ډينګي څخه بچ كولو له ټولې وسيلې كاروي
حكومت اولس ډينګي څخه بچ كولو له ټولې وسيلې كاروي۔
مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج